خبرونهامنیت

په پکتیا او غور کې ګڼ شمېر مهمات ونیول شول

کابل، د لړم ۲۳مه، باختر

د پکتیا او غور ولایتونو امنیتي مسوولین وایي، چې په دغه ولایتونو کې یې ګڼ شمېر مهمات نیولي دي.

د پکتيا امنيې قومندانۍ مسوولین وایي، چې د دغه ولايت په ځاځي آريوب ولسوالۍ کې ۱۳ د توغندي ګولۍ، ۸۸۵ د پيکا ګولۍ، ۱۹۰ د کلاکوف ګولۍ، ۴۲ د انګريزي توپک ګولۍ، ۲ پايې مخابرې، ۱ دوربين او یوه برچه نيول شوې ده.

په ورته وخت کې د غور د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرحمن بدري د باختر آژانس خبریال ته وويل، چې د دغه ولایت په دولت یار ولسوالۍ کې يو تن له یو میل تومانچې، ۳ جوړې پوځي درېشۍ او یو شمېر نورو مهماتو سره يو ځای نیول شوی دی.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا