
کابل، د لیندی ۸ مه، باختر
په پکتیا او میدان وردګو کې د ۱۵ میلیونو افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
ګرديز ښاروال مولوي شريف الله الهام باختر اژانس ته وويل چې د ګرديز ښاروالۍ له بودجې څخه د ۱۰ ميليونو افغانيو په لګښت د خوست پله رغول، د خواجه حسن په سیمه کې د معیاري جمپونو جوړول او د څلور لارو د بیارغونې چارې شاملې دي.
هېره دې نه وي، چې د دغه پروژو چارې د یوې میاشتې موده کې بشپړې شوې دي.
د یو بل خبر له مخې؛ په میدان وردګو کې د ۵ میلیونو افغانیو په ارزښت ۷ پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې
د میدان وردګو والي حافظ محمد امین عمري باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په مرکز میدان ښار، نرخ، چک، او سید آباد ولسوالیو کې ۷ پراختیایي پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
د یادوني وړ ده، چې په یادو پروژو کې ۵۰۰ کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې وه او د دغو پروژو په مټ به ۱۶۷۲ هکتاره کرنېزه ځمکه خړوبه شي او ۵۰ زره کسان به ترې په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه ګټه واخلي.
جهانیار\ص