ټولنه

په بلخ کې د ځوانانو نړيوالو ورځ ونمانځل شوه

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٢ :
د ځوانانو نړيواله ورځ په بلخ کې ونمانځل شوه .
د ځوانانو د نړيوالې ورځې د نمانځنې په درشل کې له تروريستي ډلوسره د ځوانانو د پيوستون انديښنې زياتې شوې دي.
د افغانستان د مدني ټولنې د ساحوي دفتر مسوول بهمن قادري چې په بلخ کې يې د ځوانانو د نړيوالې ورځې د نمانځنې په پروګرام کې خبرې کولې؛ زياته يې کړه چې د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع د هېواد په دريو ولايتونوکې  د ځوانانو د وزګارتيا په اړوند نوى تحقيق ترسره کړى دى چې په دې تحقيق کې زياتې انديښنې د ځوانانو د وزګارتيا له امله دي.
قادري زياته کړه: په تحقيق کې ويل شوي دي چې دننګرهار، کابل او بلخ په ولايتونوکې د وزګارتيا زياتوالى ښيي چې زياتره ځوانان د کار د نه موندلو له امله د مخالفينو له ليکو سره يوځاى شوي دي.
په همدې حال کې د بلخ ولايت د کار او ټولنيزو چارو رئيس مطيع الله متين وايي  چې د تېرکال د مرغومي له مياشتې څخه تر اوسه پورې څه دپاسه ٧٠٠ تنو ځوانانو له دغې ادارې څخه د کار جواز ترلاسه کړى او اداروته معرفي شوي دي.
ده زياته کړه چې ټاکل شوې ده څه ناڅه سلو تنو نورو ځوانانو ته د کار زمينې برابرې شي.
که څه هم ښاغلي متين وايي چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د هېواد په کچه دځوانانو لپاره د کار موندنې په خاطر پراخ پروګرامونه ترلاس لاندې لري، خو ځوانان دغه څرګندونې بې بنسټه بولي او خپلې ستونزې داسې بيانوي: په تيرو دوه، دريو کلونوکې د هېواد په کچه ځوانان له زياتو ستونزو سره لاس او ګريوان دي. د روان او تېرکال په بهيرکې په زرګونوتنه ځوانان  نوروهېوادونوته پناه وړې ده. ځوانان په دې برخه کې انديښنه لري چې د افغانستان حکومت اوس هم ځوانانو ته کوم کار نه دى کړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته