خبرونهټولنه

په پکتیا کې اړمنو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

 کابل ، د غبرګولی ۲۲ مه ، باختر

پکتیا کې د سلمان خیریه بنسټ لخوا پر ۴۰۰ اړمنو کورنيو خوراکې توکې وویشل شول.

د پکتیا د سرې میاشتې ریاست په همکارۍ  پر ۴۰۰ اړمنو کورنیو مرسته ووېشل شوه، چې په دې مرسته کې اوړه، غوړي، خرما ، بوره، وریجې او لوبیا شامل دي.

مرسته ترلاسه کوونکو باختر اژانس ته وویل، چي د مرستو په ترلاسه کولو خوښ دي خو دا مرستې بسنه نه کوي او غوښتنه یې وکړه، چې ورته مرستې دې نورې هم زیاتې شي.

د یادولو وړ ده، چې ملک سلمان خیریه بنسټ په پکتیا کې پر اړمنو کورنیو مرسته ووېشله او په راتلونکي کې نورې کورنۍ هم په نظر کې نېول شوي، چې له هغوی سره به هم ورته مرستې وشي.

صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا