سیاست

دانتخاباتي اصلاحاتو کميسيون جوړ شو خو خوځښت نه لري .

کابل باختر د وري  لسمه :
سره له دې چې  دانتخاباتي نظام  داصلاحاتو دکميسيون  له جوړيدو څخه څه دپاسه  لس ورځې تيريږي  تراوسه پورې  دکميسيون رييس  کومه غونډه نه ده کړى  په داسې حال کې چې  په انتخاباتي  کميسيونو نوکې  داصلاحاتو دراوستلو په باب خبرې  توديږي  ، د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو  دکميسيون  په کار کې ځنډ  دپوښتنې وړ دى .
  دباختراژانس خبرله مخې ، دنوي دولت دکارله پيل کيدو څخه  دشپږو مياشتو له تيريدو وروسته  په دې وروستيو وختو کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس  محمد اشرف غني  ديو فرمان  په صادرولو سره  دانتخاباتي نظام  داصلاحاتو  دکميسيون  رييس  اونور غړي  معرفي کړل . چې ددغه فرمان له مخې  شکريه بارکزي  ددغه کميسيون  درييسې  او صديق الله توحيدي  دمرستيال په توګه ،  موظف شوي دي .
دانتخاباتي نظام  داصلاحاتو کميسيون  دنده لري  چې دانتخاباتو په قانون  او په دې برخه کې دانتخاباتي کميسيونونو دتشکيل  او صلاحيتونوپه قانون کې  داساسي اصلاحاتو  طرحه  او دانتخاباتي کميسيونونو دځينو کارکوونکو  دبدلون  په برخه کې  خپل نظر بيان کړي .
  دانتخاباتي نظام داصلاحاتو دکميسيون مرستيال  صديق الله توحيدي دباختراژانس خبريال ته وويل: کميسيون تراوسه پورې کومه غونډه نه ده کړې  او دفتر ، تخنيکي او اداري وسايل يې هم معلوم نه دى .
  ده پرون  هيله وکړه چې  دکميسيون لومړى غونډه  دجمهور رييس  اويا دهغه د يوه مرستيال په پرانستوونکو خبرو سره  پيل شي او موږ  دجګپوړو مقاماتو له خوا  دکميسيون دکار رسمي پرانستلو ته  سترګې په لاره يو .
خو داجراييه رياست دوياند مرستيال اصف اشنا  دجمهور رييس له خوا ددغه کميسيون  درييس په توګه  ديوه شخص معرفي کول  دسياسي موافقه ليک  پرخلاف بولي .
دده دڅرګندونوله مخې ،  بايد  په دې باب  ددواړو لورو ترمنځ  ګډې خبرې شوې واي .  چې دمنلو وړ  نتيجه  ترلاسه شوې واي  ځکه  دانتخاباتي  نظام داصلاحاتو  دکميسيون  دټاکل شويو غړو په باب  ددواړو لورو ترمنځ  خبرې شوې وې .
ددغه کميسيون يوه غړي  رسنيو ته ويلي دي  چې بايد دانتخاباتي نظام  داصلاحاتو دکميسيون رييس  دهغه له غړو څخه  دغړو په واسطه يې  ټاکل شوې واي . او ددغه کميسيون دکار دپيل لپاره  کومه ستونزه   نه پاتې کيده .او له بلې خوا هم  اجراييه رييس  ډاکتر عبدالله عبدالله  له  ځينو رسنيو سره  په مرکه کې ويلي دي  چې دانتخاباتي نظام داصلاحاتو  دکميسيون  درييس دټاکنې په باره کې  ملاحظات لري .
  داپه داسې حال کې ده  چې دانتخاباتولپاره دمدني ټولنې  شبکې هم  انتقاد کړي دي . چې دانتخاباتي نظام داصلاحاتو دکميسيون دغړو په ټاکنه کې  دانتخاباتو په برخه کې  تجربې  ، تخصص  او معيار ته  لازمه پاملرنه نه ده شوې . 
ددغې شبکې رييس جانداد سپين غر وايي له بده مرغه  وينو چې  ددغه کميسيون دکار  له پيل څخه  جدي اختلاف  رامنځته شوي دي .، که چيرې دانتخاباتي اصلاحاتو دکميسيون  دترتيب په باب  دغه اختلاف  په ډير لنډ ممکن وخت کې لرې نه شي  دغه بهير به له ډب سره  مخامخ شي .
  دشفافو انتخاباتو  دبنسټ رييس  محمد نعيم  ايوب زاده  وايي  چې په حکومت کې  نه همغږۍ  او په دې برخه کې  کورني اوبهرني  لاسوهنې  يوه مهمه ستونزه ده  که چيرې دغه خنډونه لرې نه شي  پايلې به يې هغه څه وي  چې د دموکراسي  په بهير  او په څوکلنو برياليتوبونو به ستر ګوزار وي .
  په همدې حال کې  يوشمير خلکو  چې  دجمهوري رياست  په تيرو انتخاباتو کې  دتقلب او ستونزو دشتون له امله  انديښنه څرګنده کړې ده  ، له نوي حکومت څخه غواړي  که چيرې  انتخاباتي نظام  اصلاح نه شي  دولسي جرګې  راروانې انتخابات به  له جدي ستونزو سره يوځاى وي .
  مخکې له دې  داروپا داتحاديې په ګډون  ځينو  بهرنيو مقاماتو  په انتخاباتي نظام کې  په اصلاحاتو باندې ټينګار کړي دي  او ويلي يي دي  که چيرې دغه نظام په سمه توګه  اصلاح نه شي  دوى به  ددغه هيواد  دانتخاباتو  له بهير سره  همکاري ونه کړي .
  له اساسي قانون سره سم  دولسي جرګې  انتخابات بايد دروان کال  په لومړيووختو کې  ترسره شي .  خو دانتخاباتي  نظام داصلاحاتو  دکميسيون رييسې  شکريې بارکزي  پخوا ويلي و چې دولسي جرګې  انتخابات به  په ټاکلي وخت کې  ترسره نه شي .
اجراييه رييس خبر داري ورکړى دى  تر هغه وخته پورې چې  په انتخاباتي نظام کې  اصلاحات رامنځته نه شي  داستازو دمجلس  انتخابات به  ترسره نه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته