بْغداد – باختر دتلې دمياشتې ٢١
دمړو دښځولو دبرخه والو په لاره کې ديو ښخ کړى شوي بم دچاودنې له امله چې پرون د عراق په سامرا ښارکې وژل شوي و ، اووه تنه ووژل شول .
دانترنشنل يونايتد پرس دخبري آژانس دخبرله مخې : دعراق دسامرا ښار يو شمير اوسيدونکي چې نن په دغه ښارکې د پرونۍ چاودنې دوژل شويو کسانو دجنازې په مراسمو کې ګډون کړى و چې ښخ کړى شوي بم دهغوى په لاره کې وچاوديد او له امله يې اووه تنه ووژل شول او يوولس تنه نور ټپيان شول.