ټولنه

داندرابونو دلويو لارو پرانستل .

کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
داندرابونو لارې نن سهار  بيا دترافيکو پرمخ پرانستلې شوې .
دبغلان ولايت دخنجانو ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال قدرت الله اخلاق ددغه خبر په تاييدولو سره دباختراژانس خبريال ته وويل  چې داندرابونو خلکو  دغه لاره يوه نيمه ورځ په داسې حال کې د ترافيکو پرمخ تړلې وه چې دهغوى بچيان او دکورني غړي چې دهلمند او پکتيا په ولايتونوکې پوليسان دي دپکتيا ولايت دجاني خيلو په ولسوالۍ کې  له طالبانو سره په جګړه کې شهيدان اويوشمير يې کلابند  دي او دولت تراوسه پورې دغې موضوع ته پاملرنه نه ده کړې .
امنيه قوماندان زياته کړه دغه لويه لاره دسپين ږيرو  په منځګړيتوب پرانستلې شوې دي او له هغوى سره ژمنه شوې ده چې ستونزې يې  څيړل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته