امنیت

په کونړکې د طالبانو څلور پټنځايونه له منځه لاړل

کابل/ د تلې ۲٤ مه/باختر
د وسله والو طالبانو څلور پټنځايونه په کونړکې له ټولو جنګي تجهيزاتو سره يې له منځه يوړل شول.
پوځيانو تېره شپه د ډار اچوونکو پرخلاف عملياتوکې وکولاى شول د طالبانو دغه پټنځايونه له منځه يوسي.
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د طالبانو پر دغو پټنځايونو له ځمکې او هوا څخه بريدونه وشول.
هغه وويل چې په بريدونوکې درې وسله وال طالبان ووژل شول او څلور نوريې ټپيان شول.
د ډار اچوونکو پرخلاف دغه عمليات له لسو ورځو راپدېخوا د ملي اردو او ملي پوليسو د سلګونو پوځيانو په ګډون د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ په ماڼوګۍ  ولسوالۍ کې پيل وي دي او دپخوا په شان دوام لري .
ختم- سعيده – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته