امنیت

د هېواد په ختیځ کې څلور تنه داعشیان د خپل ماین ښکار شول

کابل باختر د تلې ۲۱ مه
د کونړ ولایت د  څوکۍ ولسوالۍ د دیوه ګل درې په سپیدار سیمه  کې دوه تنه داعشیان د خپل ماین د چاودنې له امله ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
د ۲۰۱ سیلاب  قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه راز د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په مهتاب خېلو سیمه کې هم دوه تنه طالبان د ماین په ښخولو بوخت وو چې د بې  پيلوټه الوتکي له لوري په نښه شول او دواړه ووژل شول.
ویل کېږي په ترسره شوي برید کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته