امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان په پکتياکې ووژل شول

کابل باختردثوردمياشتې ٢١ :
څلور تنه وسله وال طالبان په پکتيا ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
دهېوادپه جنوب ختيځ کې د٢٠٣تندر قول اردو قوماندان تورنجنرال محمدشريف يفتلي دباخترآ ژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه تيره شپه دپکتياولايت د ډنډ پټان ولسوالۍ په مربوطاتوکې ونښته  چې له امله يې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې: د دغې نښتې په بهيرکې دطالبانو يوه اندازه  جنګي  وسايل هم دپوليسو دځواکونو لاسته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته