خبرونهروغتیا

په پکتیا کې د بېړنیو روغتیایي خدمتونو کلینیک جوړ شو

کابل، د وږي ۲۹مه، باختر

د پکتیا د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په څمکنیو ولسوالیو کې د بېړنیو روغتیايي خدمتونو یو کلینیک جوړ شو.

د پکتیا سل بستریز روغتون سرپرست ډاکټر محمد سلیم خالد باختر آژانس ته وويل، چې د یاد کلینیک چارې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې، چې نن بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه کلینیک کې به د څمکنیو، ډنډ پټان او جانيخېلو ولسواليو اوسېدونکو ته لومړنۍ بېړني خدمات ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه، چې په پلان کې لري د خوست او پکتیکا ولایتونو په سرحدي سيمو کې ولس ته د بیړنیو لومړنیو روغتیایي خدمتونو په موخه مجهز کلينيکونه جوړ کړي، ترڅو د روغتیا په برخه کې د لرې پرتو سیمو خلک ترې ګټه واخلي.

وحید روښان\ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا