خبرونهورزش

په پکتیا کې د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو په ویاړ د والیبال سیالۍ پیل شوې

کابل، د زمري ۲۳ مه، باختر
د پکتیا بدني روزنې او ورزش رئیس وایي چې په پکتیا کې د والیبال فدراسیون په همغږۍ د پکتیا احمد خېلو ولسوالۍ سټو بازار کې د زون په کچه د والیبال سیالۍ پیل کړې.
د بدني روزنې او ورزش رئیس باختر آژانس ته وویل، چې په یادو لوبو کې له لوګر ، پکتیکا، خوست او پکتیا له مختلفو ولسوالیو څخه ۳۰ لوبډلو برخه اخېستې، چې شپږ ورځې به دوام وکړي.
د یادو لوبو موخه د افغانستان اسلامي امارت د خپلواکۍ لومړۍ کالیزې نمانځل او د امن چاپیریال پیغام ورکول بلل شوې ده.
صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا