ټولنه

په غور کې دسيلاونو دراوتلو له امله ٢٤ تنه ووژل شول .

٥٠-کابل باختر  دچنګاښ دريمه

  له دريو ورځو راپديخوا  په غور ولايت کې دسيلاونو دراوتلو له امله څلورويشت  تنه وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان شوي دي

 دغه سيلاونه چې دغور ولايت د چارسدى  ، دولت يار اوشهرک  په ولسواليو کې  له دريو ورځو راپديخوا دوام کړى سربيره پردې چې د منار دڅلي  يو استنادي ډيوال يې ويجاړ کړى دى په دغو ولسواليو کې يې  خلکو ته زيات زيان اړولى دى
 دغور ولايت  ويندوى عبدالحي خطيبي  نن باختر اژانس ته وويل  په دغو ولسواليو کې دسيلاونو دراوتلو له امله څلورويشت  تنه وژل شوي دي او نهه تنه نور ټپيان شوي دي او ددې تر څنګ چې دمنار د څلي د يو استنادي ډيوال ويجاړ کړى  دى خلکو ته يې زيات زيان اړولى دى .

 خبرځاى زياته کړه  چې ټپيان روغتون ته ليږول شوي  او تر درملنې لاندې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته