خبرونهاقتصاد

په پکتیا کې د دوو سړکونو د رغولو چارې پيل شوې

کابل، د تلې لومړۍ نېټه، کابل

د پکتيا د کليو بيا رغونې او پراختيا رياست مسوولين وايي چې په دغه ولایت کې یې د ۱۵۰۰ مترو په اوږد والي پر ۲ فرعي سړکونو د جغل اندازۍ چارې پیل کړې دي.

د کليو بيا رغونې او پراختيا رییس ميرزا خان صادق د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د SCWO موسسې په مالي ملاتړ یې د احمد آباد او سیدکرم ولسوالیو کې د  ۱۳ زره ۴۸۰  امریکايي ډالرو په لګښت پر ۲ فرعي سړکونو د جغل اندازۍ چارې پیل کړې دي.

د یادونې وړ ده چې دغه دوه سړکونه د وروستیو سېلابونو له امله تخريب شوي وو، چې د موټر چلونکو لپاره یې ګڼې ستونزې جوړې کړې وې.

سيدرضا ځلاند، ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا