سیاست

جمهوررئیس غني د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ولسي جمهوریت له ځانګړي استازي سره وکتل

کابل_باختر د وږي د مياشتې٩مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ولسي جمهوریت له ځانګړي استازي دینګ شیجون سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه چې په ارګ کې ترسره شوه ، په کابل کې د چین استوګن سفیر هم حضور درلود، جمهوررئیس غني هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د چین ولسي جمهوریت د همکاریومننه وکړه.
دغه راز د هېواد جمهوررئیس  د سیمه ییزې همکارۍ د پراختیا په ځانګړي ډول ”یو اقتصادي کمربند، یوه لار“ په نوم  د ورېښمو نوې لار د جوړېدلو په برخه کې  د چین د جمهوررئیس شي جینګ پینګ هڅې او پاملرنه چې د سیمه ‎ییزې همکارۍ د پراخوالي لامل ګرځي، وستایلې.
د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ولسي جمهوریت  ځانګړي استازي دینګ شیجون د خپل حکومت او خلکو په استازیتوب د لوی اختر د رارسېدو له امله جمهوررئیس غني او د افغانستان خلکو ته مبارکي وویله.
هغه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو لکه اقتصادي ودې، دورېښمو نوې لار په مسیر کې راکړه ورکړه، د اوسپنې پټلۍ جوړول چې د افغانستان له لارې چین له ایران سره وصلوي، نوري فایبر او د افغانستان په مالکیت او رهبرۍ د سولې پروسې په برخو کې  د خپل هېواد د همکاریود دوام  ډاډ ورکړ.
جمهوررئیس غني،  چین ولسي جمهوریت د افغانستان ښه اقتصادي شریک وګاڼه او په سیمه کې یې د دغه هېواد د مهمو اقتصادي پروژو په ځانګړي ډول د ورېښمو نوی لار، مننه وکړه او هغه یې د سیمې د هېوادونو او نړۍ د اړیکو په پیاوړي کولو او اقتصادي وده کې مهمې وبللې.# 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته