خبرونهټولنه

په پکتیا کې د دوو کانالونو د پاکولو چارې پیل شوې

کابل، د تلې لومړۍ نېټه، باختر

په پکتیا کې د پاملرنې موسسې په مالي ملاتړ د دوو کانالونو د پاکولو چارې پيل شوې.

د پکتیا سیندیزې حوزې مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې په دغه ولایت کې د پاملرنې موسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز (ګردیز) بالادې دادخېلو سربند او کانال د ۱۰۰۰ مترو په اوږد والي د ۹ زره ۸۶۶ امريکايي ډالرو په لګښت او د مهلن دوابې کلي کانال د ۷ زره ۷۰۰ مترو په اوږد والي  د ۴ زره ۸۸۴ زره ډالرو په لګښت د پاکولو چارې پيل شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د دغو کانالونو پاکول د ۴۱ کاریګرو پر مټ په ۷۲ ورځو کې بشپړېږي.

هېره دې نه وي چې د دغې پروژې په بشپړېدو سره ۱۳۵۰ جریبه ځمکه خړوبېږي.

سيدرضا ځلاند، ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا