خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

 کابل/ د کب ٩ مه / باختر

په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د تصفیوي عملیاتو پیل یو امنیتي پلان دی چې د هیوادوالو د لا زیات خوندیتوب په موخه دى، نه د خلکو د خصوصي حريم  نقضول.

د باخترآژانس مفسرليکي: له تېرو څلورو ورځو را په دې خوا په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې امنیتي ځواکونوعملیات پیل کړي دي  چې په بریاليتوب سره  پرمخ ځي.

که څه هم د دغوعملیاتو د پیلولو موخه په یادو ولایتونو کې د امنیتي وضعیت ښه کول بلل شوې ده، خو دغه امنیتي  پروګرام له ناوړه تبلیغاتو سره هم مخ دی.  ځينو يې دا د ښاريانو د قومي تصفيې خلاف عمل بللى، په داسې حال کې چې ځينو نورو ويلي چې د دغه امنيتي  پروګرام پلي کوونکي خپله دنده په سمه توګه نه ترسره کوي او ښاريان ځوروي.

خو حقیقت دا دی چې دغه امنیتي پروګرام د قومي تصفیې او د خلکو د هویت د نقض په نظر کې نیولو پرته په پايتخت او ګاونډیو ښارونو کې د لا ښه امنیت  تامینولو لپاره یو اقدام دی.

که په کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې وروستیو پېښو ته دقيق شو، یو شمېر انسان تښتونو او وسله والو غلاوو خلک اندېښنمن کړي او د دغو ستونزو د له منځه وړلو يوازېنۍ لاره د تصفيوي عملياتو ترسره کول وو، چې تر اوسه اغېزمن تمام شوي دي.

د عملياتو په بهير کې له کابل او نورو ښارونو څخه په لسګونو ډول ډول جنګي وسايل ترلاسه شول، يو شمېر ورانکار کسان  او څو انسان تښتوونکي ونيول شول او څو تنه تښتول شوي کسان هم آزاد شول. هغه وسایط او تجهیزات چې په  تېرو وختونو کې په غيرقانوني توګه  د زور واکو له خواغصب شوي و، ضبط شول.

په اسلامي امارت پورې اړوندو سرچینو ویلي، چې د چاڼیزو عملیاتو موخه د هیوادوالو، سوداګرو او پانګه والو د لا ښه امنیت تامینول دي او زیاتوي، چې دغه عملیات د «غلو»، « شريرو او انسان تښتونکو عناصرو» او نورو «مجرمینو» د نیولو او له منځه وړلو لپاره پيل شوي دي. دوی خبرداری ورکړی، که چيرې دغه افراد له پوځيانو سره نښته وکړي وبه وژل شي. په عملیاتو کې د ملکي وګړو کورنیو ته زیان نه رسېږي او په اړه يې لازم تدابیر نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، دغه عملیات د ګذر وکیلانو او د جوماتونو د ملا امامانو په مشوره ترسره کېږي او که څوک د ګذر وکیل او د جومات له ملا امام پرته د مجاهد په نامه د چا کور ته ورځي، ښاریان کولای شي د کورنیو چارو وزارت د کورني امنيت قطعې له مسوولانو سره په اړیکه کې شي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته