سیاست

حامدکرزي د بلاروس دملي ورځې له امله مبارکي وويله .

کابل_ باختر دچنګاښ لومړي::
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي  له خوا دبلا روس دجمهور رييس الکساندر لوکاشنکوپه نامه دمبارکي پيغام ليږل شوى دى .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، په پيغام کې ويل شوي دي خوښ يم چې دافغانستان  دخلکوپه استازيتوب  دبلاروس  جمهوريت دملي ورځې له امله د ډيرو ښو مبارکيو مراتب تاسو او ددغه هيواد دوستوخلکوته څرګندوم .
دافغانستان اسلامي جمهوريت علاقمند دى چې دافغانستان او بلاروس  دخلکو دنيکمرغۍ اوسوکالۍ  په مقصد زموږ دهيوادونوترمنځ دوستانه اړيکې او متقابلې همکاري  په ټولو برخو کې  زياته پياوړتيا او پراختيا ومومي
دتاسو روغتيا او سلامتيا او دوست هيواد بلاروس دخلکوترقي اونيکمرغي زما هيله ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته