اقتصاد

په کاپيسا کې د شېدو د راټولولو اوبسته بندۍ مرکز جوړېږي.

-کابل / دزمري ٢٢مه / باختر:
د کاپيسا د مالدارۍ او د حيواني روغتيا د خدمتونو د امريت په انګړکې د شېدو د راټولولو او بسته بندۍ د يوه مرکز د جوړولوکار پيل شو .
د کاپيسا د کرنې ،اوبو لګولواومالدارى  رياست وايي چې دغه مرکز به په پرمخ تللو وسايلو اوماشينونوسمبال وي او هره ورځ د ٥٠٠ ٢زره ليتره شېدو د ساتنې اوبسته بندۍ ظرفيت ولري .
په دې مرکز کې د اړتيا وړ شېدې د دغه ولايت له مخکښو مالدارانو، کوپراتيفونو او د مالدارو له ټولنو راټولېږي.
د کاپيسا د کرنې رياست وايي چې د دغه مرکز د کار په پيلولوسره زرو ميرمنواو نارينه وته  د کار زمنيه برابرېږي.
  ختم_ شکريه _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته