خبرونهاقتصاد

په پکتیا کې د غنمو ۲۰ ننداریزې قطعې جوړیږي

 کابل، د لړم ۱۷مه، باختر

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت په مرکز او احمدابا ولسوالۍ کې د اصلاح شویو غنمو ۲۰ ننداریزې قطعې په ۲۰ جريبه ځمکه کې جوړوي.

د ياد رياست مسؤلين وايي چې په همدې موخه يې پر بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم، توره او سپینه سره هم ويشلې دي.

د پکتیا کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالروف سعید وايي چې د مرکز ګرديز په شمول احمدابا ولسوالۍ کې پر ۲۰ بزګرانو، ۲۵ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۲۵ کیلو ګرامه توره سره او ۵۰ کیلو ګرامه یوریا سپینه سره ووېشل شوه.

ښاغلي سعید زیاته  کړه، چې د ننداریزو قطعو له کښت کولو څخه موخه داده چې بزګرانو ته د دې اصلاح شوي تخم ارزښت په ډاګه شي او  بزګران د ننداریزو قطعو کروندو ته په راتلوونکې کې مخه کړي.

په ورته وخت کې بزګران پر ترلاسه شویو تخمونو او سرو خوښ دي او وايي چې دا قطعې د پرمختللې کروندې لپاره ګټورې دي.

سيدرضا ځلاند، افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا