کابل باخترد چنګاښ نولسمه :
٣٣ تنه وسله وال مخالفان پرون په غزني ولايت کې ووژل شول .
د ٢٠٣ تندر قول اردو وياند ډګروال فضل خدا ابراهيم خيل باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال مخالفان دمرکز او دخوږياڼيو ، خواجه عمري ، اندړو ، جاغوريو ، قره باغ او دمقر ولسواليو په مربوطاتو کې په هوايي اوځمکنيو عملياتو ،کې او دماين په چاودنو کې وژل شوي دي .
ده زياته کړه چې په دغو پيښو کې ٢٤ تنه نور وسله وال مخالفان ټپيان شوي دي او ددښمن يوه سراچه موټر، درې موټرسايکلونه او يوهاوان هم له منځه تللي دي .
ده زياته کړه چې په دې پيښه کې دخوږياڼيو ولسوالۍ دامنيې قوماندان سيد منير په ګډون څلور تنه امنيتي منسوبان شهيدان شول اوپنځه تنه نور ټپيان شول . ختم- عطاالله _ اکرم