امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٠
دوه تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې ووژل شول.
د ٢٠٥ اتل قول اردو د قوماندانۍ د عامه چارو آمر ډګرمن محمد محسن سلطاني د باختر آژانس خبريال ته وويل: د ملي اردو ځواکونو د هغو عملياتو په بهيرکې چې د قندهار ولايت د ميوند او ژيړي د ولسواليو په مربوطاتوکې ترسره کړل؛ دوه تنه وسله وال طالبان ووژل.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: د دغو عملياتو په بهيرکې د طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم د ملي اردو د ځواکونو لاسته ورغلي دي او د طالبانو اوولس ښخ کړى شوي ماينونه هم کشف او شنډکړل.
د دغو عملياتو په بهيرکې د ملي اردو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته