ټولنه

د لومړۍ مېرمنې دفتر زروکسانو ته د سواد زده‌ کړې د درسي موادو مرسته وکړه

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې١٥ مه
د هېواد د لومړۍ مېرمنې دفتر په هېوادکې له بېسوادۍ سره د مبارزې لپاره په دواړو ملي ژبو د سواد‌ زده کړې درې زره توکه کتابونه او د قرطاسیو لس زره بستې، د پوهنې وزارت د سواد‌ زده‌ کړو له معینیت سره مرسته وکړه.
د لومړۍ مېرمنې د دفتر کومکي بسته، چې د هغې له خپلې شخصي بودجې تدارک شوې، د مراسمو په ترڅ کې د پوهنې وزارت د چارواکو په حضورکې دغه وزارت ته وسپارل شوه.  
دا کومکي بسته، چې د زرو کسانو لپاره په پام کې نیول شوې، د پوهنې وزارت د سواد زده‌ کړو معینیت له لوري به ووېشل شي.
رولا بي‌بي ګل غني د خپلو خبرو پر مهال د ټولنې د باسواده کولو پر اړتیا ټینګار وکړ ویې ویل، دې هدف ته د رسېدو لپاره په کار ده چې د ټولنې ټول اقشار په ګډه کار وکړي.
هغې له ټولو خلکو او خیریه بنسټونوڅخه وغوښتل، چې د تدریسي موادو برابرولو او د سواد زده ‌کړو د درسي کتابونو د چاپ په برخه کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.
د پوهنې وزير اسدالله حنیف بلخي له بېسوادۍ سره مبارزې ته د هېواد د لومړۍ مېرمنې له ځانګړې پاملرنې مننه وکړه او هیله یې وکړه، چې دغه کومکي بسته به د باسواده ټولنې لپاره د افرادو او بنسټونو د مرستو پیل وي.
هغه همدا راز زیاته کړه، د پوهنې وزارت د سواد زده ‌کړو د درسي کتابونو د چاپ لپاره مشخصه بودجه نه لري او په دې برخه کې د افرادو او خیریه بنستونو رضاکارانه او ګډ کار ته اړتیا ده.
په دغو مراسموکې لومړۍ مېرمنې د پوهنې وزارت ته د سواد زده ‌کړو د پروګرامونو د تحقق په برخه کې د خپل دفتر له لوري د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته