فرهنګ

ډاکتر کمال سادات : ځوانان د ښار دپاکولو په کار کې مسووليت لري .

کابل باختر دتلي پنځه ويشتمه :
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارومعينيت نن په کابل ښار  کې دتنظيف  پروګرام پيل  کړ .
په دې پروګرام کې  چې دنګاه سبز بنسټ  دنجونو او ميرمنو په  همکارۍ ترسره شو کابو سلو تنونجونو اوښځو دکابل ښار په دريمې ناحيې پورې اړوند دده بوري  دساحو په پاکولو لاس پورې کړ .
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست اودځوانانو دچارومعين ډاکتر کمال سادات دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه پروګرام  دخپل ښار او دژوندانه دچاپيريال په تنظيف  کې دونډې اخستنې په کار کې دخلکو په تيره بيا دځوانانو دهڅونې په موخه پيل شوى دى .
ډاکتر کمال سادات ددغه ټکي په بيانولو سره چې زموږ ښار زموږ کور دى اوښاريان دې بايد دخپل ښار او دژوندانه دچاپيريال په پاک ساتلو کې جدي پاملرنه وکړي څرګنده کړه چې دښارونو پاکول او تنظيف  نه يواځې  دښارواليو مسووليت دى بلکې ټول خلک په تيره بيا ځوان قشر  دښارونو او دژوندانه  دچاپيريال  دتنظيف  او پاکوالي  په کار کې مسووليت لري .
ده دغه راز يادونه وکړه چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معينيت  دنګاه سبز  درضاکار بنسټ  دنجونو او ميرمنو په ګډون  دغه پروګرام  پيل کړى دى ځکه دچاپيريال پاکوالى هم په انساني  لحاظ او هم په ديني اوفرهنګي  لحاظ اهميت لري اوښاريان  بايدپه دې برخه کې هڅه او هاند وکړي
  دغه پروګرام داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارومعينيت او دنګاه سبز  درضاکار بنسټ دنجونو اوميرمنو له خوا په ټولنيز  جوړښت ،سالم چاپيريال ، فرهنګ او دژوندانه  دچاپيريال  پاکوالي کې دښځو اونجونو درول دپياوړتياپه موخه  ترسره شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته