خبرونهاقتصاد

په پکتیا کې د نږدې ۹۰۰ زره افغانیو په لګښت یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل، د لېندۍ ۲۱مه، باختر

د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۸۹۲ زره ۵۶۰ افغانیو په لګښت یوه پروژه ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئیس محمد کریم فاتح د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه پروژه د اوبو په برخه کې د بشري مرستو پروګرام تر سرلیک لاندې ۸۹۲ زره ۵۶۰ افغانیو په لګښت سره بشپړه شوې، چې په کې ١٢٦٤ مترو په اوږدوالي سره د یو کانال پاک کاري، د ٣٠ مترو په اوږدوالي یو کانال په اساسي ډول رغول او د ۱۵ مترو په اوږدوالي د سربند تحکيماتي دېوال رغول شامل دي.

د فاتح په وینا د اوبو له دې پروژې څخه ٣٥٠ کورنۍ برخمنې شوې او هم به له ١٨٠ هکتارو زياته ځمکه خړوبه کړي.

د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه د یوې میاشتې په موده کې بشپړه شوې ده.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا