ټولنه

دسرپل والى دسر د زيا نونو په باب خپور شوي شمير رد کړ

کابلباختر دغويي ١٩ مــــــــــــــــــه

دسرپل والي په دغه ولايت کې پرون دسيلاوونو  دراوتلو له ا مله دسر د زيان دشمير په باب خپور شوي خبر رد کړ

په سرپل ولايت کې پرون دسيلا وونو درا وتلو له ا مله دسر د زيانونه او مالى تاوانونه اوښتي وو اوددغه ولايت له پيښو سره دمبارزې د اداري مسولينو ويلي وو چې ددغو سيلا وونو درا وتلو له ا مله نږدى سلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او يا بي درکه دي

دسرپل والي عبدالجبار حقبين باختر ا ژانس ته وويل چې ددغو سيلاوونو درا وتلو له امله دوه ويشت تنه وژل شوي ، څلور تنه بي درکه شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دى .

 والي وويل چې ددغو سيلاوونو درا وتلو له ا مله دغه را ز د استو ګنې يوسلو پنځه ديرش کورو نه ويجاړ شوي ، پنځه سوه څلويښت څاروي له منځه تللي، څلور سوه پنځوس جريبه کرنيزه ځمکه اود اوبو اته بندو نه اود بريښنا د تو ليد کو چني بندونه ، درې جو ماتونه ،پنځه ژرندې ، درې سوه پنځوس متره استنادي ديوال ،دوه پلو نه او دوه دوکا نونه ويجاړ شوي دي.

 والي وويل: چې تر او سه پورې له پيښو سره د مبار زې د تياري اداري له سيلاو ځپلو سر ه پنځه سوه زره افغا نيو اوددوستم مرکز دسلو زرو افغا نيو مرسته کړې ده .

 په همدې حال کې له پيښو سره د مبارزې د تياري د ملي لوى رئيس ډا کتر دايم کاکړ باخترا ژانس ته وويل چې په سرپل کې درسيدلو تاوانونو او دسر دزيانونو ددقيق شمير دمعلو مولو لپاره څيړنې دوام لري او دغه اداره دسرپل زيا نمنو شويو کسا نو ته لا زمې مرستې برابروي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته