کابل باختر دسلواغې ٢٤ نيټه :
د نيمروز د والي نوى مرستيال د دغې ادارې کارکوونکو ته ور وپيژندل شو او په کار يې پيل وکړ.
د باخترآژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې ؛ سردارمحمد همدرد د نيمروز ولايت د نوي مرستيال په توګه ټاکل شوى دى.
د نيمروز والي انجينر محمدسميع د ده د معرفي کولو په غونډه کې د دغه ولايت د پخواني مرستيال د کارونوله امله قدرداني وکړه او د ولايت نوي مرستيال ته يې دبرياليتوب هيله وکړه .پاى ج ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ