(PS)خبرونه(PS)ورزش

په پکتیا کې د ٢٠ لوبډلوترمنځ د فوټبال حذفي سیالۍ پیل شوې

کابل، د غبرګولي ۲۰مه، باختر

د پکتیا ولایت د د بدني روزنې او سپورټ ریاست او د فوټبال فدراسیون په همغږۍ د پکتیا په مرکزي سټډيوم کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د فوټبال حذفي سيالۍ پيل شوې، چې يوه مياشت به دوام وکړي.

 د دغو سياليو د پيل لوبه د پکتیا تلاش او لوګر شاهين لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د ١-٠ پايلې سره د پکتیا تلاش لوبډلې وګټله.

يادې سيالۍ چې په ۵ څلور ټيمي ګروپونو کې ترتیب شوې دي او موخه يې د فوټبال وده او پرمختګ دى.

صديقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا