
کابل، د وږی ۲مه، باختر
د پکتيا د پاسپورټ آمريت وایې چې په دری مياشتو کې یې ١٢٠ ميليونه افغاني عوايد راټول کړی او بیا ځلي د پاسپورټونو د ويش په سیستم کار روان دی.
د پکتيا د پاسپورټ آمريت مرستيال نور محمد اميري باختر آژانس ته وویل چې په درې مياشتو کې ٢٤ زره پنځه سوه پاسپورټونه خلکو ته ويشلې او ١٢٠ ميليونه افغانۍ عوايد يې راټول کړي دي.
نوموړي هغه آوازې رد کړې چې لس کلن پاسپورټ بیه لوړه شوې، هغه وويل چې د پاسپورټونو غوښتونکو زياتوالی او زياتې ګڼې ګوڼې مخنيوي لپاره د پنځه کلنو پاسپورټونو پر ځای لس کلنو پاسپورټونو د وېش پرېکړه شوې چې د لس کلن پاسپورټ بیه ۱۰ زره پنځه سوه افغانۍ ټاکل شوې ده.
د یاد ولو وړ ده چې په یاد ولایت کې به د پاسپورټونو د وېش لړۍ په عادی ډول پیل شي.
صدیقي