سیاست

تبصره:

کابل –باختر د غبرګولي دمياشتې ٢
دناتو دغړو هيوادونو دبهرنيو چارو دوزيرانو په هغې غونډه کې چې وړمه ورځ د بلجيم په بروکسل کې جوړه شوه موافقه وشوه : دناتو کليدي ماموريت چې هماغه دافغان امنيتي ځواکونو روزنه او ملاتړ دى ، دوام ومومي او ملاتړ يې وشي.
دباختر آژانس مفسر ليکي :
دناتو دغړو هيوادونو دبهرنيو چارو دوزيرانو غونډې او دغوڅ ملاتړ دماموريت د دوام په باب دهغوى ټينګار چې هماغه د افغان امنيتي ځواکونو روزنه او ملاتړ دى ددغه ماموريت دوام تاييد کړ .
هغه څه چې وړمه ورځ په بروکسل کې دافغانستان دمسلې په باب پرې خبرې وشوې ښي چې افغانستان دپخوا په شان دناتو او دنړيوالې ټولنې په مرکز کې ځاى لري او دغه هيواد يو هيرشوى هيوادنه شي بلل کيداى .
دناتو سرمنشي په خپلو خبرو کې په ډاګه کړه چې دافغان امنيتي ځواکونو پياوړتيا ناتو ته مهمه ده او ناتو په افغانستان کې د دوو مسلو په باب تمرکز کوي.
له افغان امنيتي ځواکونو سره همکاري ، سلامشوره او روزنه او تر ٢٠٢٠ ميلادي کال پورې له دغوځواکونو سره دمالي ملاتړ دوام سره له دې چې خبره له افغانستان سره دناتو دملاتړ په باب ده دناتو په سازمان کې دامريکا استازي ددغه سازمان له سرمنشي څخه بهر خبرې نه لرلې.
ده ويلي دي چې په افغانستان کې دناتو ماموريت لاتراوسه پورې نه دى مشخص شوى او پاى ته نه دى رسيدلى .
هغه څه چې په بروکسل کې دافغانستان په باب طرحه شول د افغانستان دسياسي ټولنې لپاره له هيلو ډکې خبرې دي په دې مانا چې افغانستان په سختو ورځو کې دنړيوالې ټولنې ملاتړ له ځان سره لري او دغه ملاتړ دوام مومي خو دافغانستان خلک دويلو لپاره زياتې خبرې لري چې بايد نړيواله ټولنه هغه په پام کې ونيسي . ستونزه په دې کې ده چې په لويديځو هيوادونو او سيمه کې يو شمير ټولنې په افغانستان کې اوسنۍ ستونزې ، کورنۍ ستونزې بولي او هغه کورنۍ جګړه بولي . دغه راز په دغه هيواد له ناوړو پتو او له تحريف شويو القابو څخه تر نيوکې لاندې نيول کيږي.
دغه راز له يوکال څخه بل کال ته دماموريت دوام ښي چې لاتراوسه پورې هم دافغانستان له قضيې سره چې پيچلي او خطرناک بهرني اړخونه لري ، لنډ مهال چلند کيږي په داسې حال کې چې دافغانستان اوسنى حالت بايد په واقعيبينانه او کارپوهانه نظر سره تحليل او وڅيړل شي او پروګرام ورته جوړ شي ځکه هغه څه چې ځينې کړۍ يې له افغانستان څخه په بهر کې وايي او ددغه هيواد اوسني ستونزې کورنۍ ستونزې بولي ، ستر ه تيروتنه يې کړې ده ځکه دافغانستان قضيه يو پيچلې سيمه ييزه او آن نړيواله ستونزه ده او افغانستان په استخباراتي لوبې کې لتاړ شوى دى او دسترو قدرتونو او هيوادونو دنيابتي جګړې په ډګر بلل شوى دى چې ديوبل د زغملو وړتيا نه لري او يا هم يوبل ته داقتصادي سياليو او دنړيوالې واکمنۍ له زاويې څخه ګوري اويا هم يو بل دهغوى منفي مذهبي نظر له ستونزو سره مخامخ کوي چې هلې ځلې کوي چې دافغانستان سوريې ، يمن او عراق دجګړو په ډګر کې يوبل په ګونډو کړي له بده مرغه په دغه شان نانندرو کې د طالب ، القاعده او داعش په نامه وسيلې پيدا شوي دي او دغه ډلګۍ هره ورځ دافغانستان له خلکو څخه قرباني اخلي.
هغه څه چې ناتو دافغان امنيتي ځواکونو د دايمي ملاتړ په برخه کې وايي يوه په زړه پورې خبره ده خونه شي کيداى دخبرو پاى وي .
ښه به وي چې ناتو دنړۍ دسترو هيوادونو دمشارکتي سازمان په توګه چې پياوړى اقتصاد او دمهمو نړيوالو تصميمونه دنيولو ځواکمني لري دافغانستان دستونزې دبهرنيو عواملو په توګه ستر تمرکز ولري که چيرې په هيواد کې داوسنيو ستونزو بهرني عوامل چې هماغه دتروريستي او د مذهبي بنسټپالنې د پروژو طرحه او تحقق دى ، له منځه يوړل شي ، دافغانستان پرخلاف دګواښ او عواملو جرړې وچې شي دغه هيواد دسترو هيوادونو او دسيمې دهيوادونو له استخباراتي لوبو څخه ګوښه کړى شي دافغانستان په برخه کې دسترو قدرتونو او دسيمې د هيوادونو ترمنځ ديوبل منلو روحيه پيدا شي ، نيابتي جګړه خپل ځاى همکارۍ او همغږۍ ته خالي کړي نور دې ته اړتيا نه پيدا کيږي چې په افغانستان کې د نړيوالو سازمانونو او موسسو ماموريت تمديد شي دافغانستان دخلکو مهمه او اساسي ستونزه يواځې او يواځې دهغې په بهرنيو عواملو کې نغښتې ده که چيرې دغه شان ستونزې حل شي. دافغانستان دستونزې کورني عوامل ډير ژر حل کيږي له ناتو ،نړيوالې ټولنې په تيره بيا دافغانستان له ملاتړو هيوادونو څخه ددغه هيواد دخلکو هيله داده چې په دغه هيواد کې د شتو ستونزو په باب په واقعيبينانه ډول فکر وکړي هغه هيوادونه چې دافغانستان دبې ثباتۍ عامل دي دتروريستو بانډونو او د افراطي ډلو په را استولو ، دنشه يي توکو دقاچاق په ترسره کولو او مديريت او دافغانستان په وړاندې په لسګونو نورو جنايتونو کې مخکښ دي ، مجازات کړي چې دافغانستان په وړاندې شته ګواښونه او له دې لارې دنورو هيوادونو پرخلاف دګواښ حجم کم شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته