امنیت

په بلخ او سرپل کې دالبرز په عملياتو کې دطالبانو دسردزيان دوام

کابل باختر د وري  يو ويشتمه :
په داسې حال کې چې دسرپل او بلخ په ولايتونوکې دالبرز په نامه پوځي عمليات دغه راز دوام لري مقاماتو په دې نښته کې دطالبانو دسر دروند او سخت  زيان  خبرې کوي .
دغه عمليات له څه مودې راپديخوا دبلخ اوسرپل ولايتونو په ځينو برخو کې د ډار اچوونکو ځپل ترسره کړل .
  په سرپل ولايت کې  دملي اردو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې دپوځي  عملياتو په دغو نښتو کې ددريو تنو سيمه ئيزو  قوماندانانو په ګډون ددغې ډلې ٢٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوشمير نور ټپيان شول .
له بلې  خوا هم دبلخ ولايت دپوليسو دقوماندانۍ دامنيت آمر وايي چې پوځيانو دالبرز دعملياتو په نويو نښتو کې ١٤ تنه وسله وال وژلي دي .
  ده وويل چې  په دغو عملياتو کې په لسګونو کلي دطالبانو له شتون څخه پاک شوي دي
په دې  حال دبلخ اوسرپل مقامات وايي چې دغه پوځي عمليات چې دغه ولايتونه دډار اچوونکو تر پاکولو پورې دغه راز دوام ولري .
دالبرز له عملياتو تراوسه پورې څه ناڅه  په سلګونو تنه ډار اچوونکي په بلخ اوسرپل کې وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته