امنیت

تبصره

کابل باختر د لړم  پنځه ويشتمه :
په ماشومانو، نجونو اوښځو دجنسي تيري مسئله له کرکې ډکه يوه مسئله اوزموږ دخلکو دديني ارزښتونو او فرهنګ پرخلاف يوعمل دى ، هيله ده چې ددغه شان جنايتونو دعاملينو په مجازاتو اومحاکمه کې ډيل ونه شي  برعکس دغه شان جنايتکارانو ته دې ځانګړې محکمې جوړې شي
دباختراژانس مبصر ليکي .
په وروستيو ورځو کې په ماشومانو اوښځو دجنسي  تيري په باب درسنيو له لارې ټکان ورکونکي اوله کرکې ډک خبرونه خپريږي چې سخت دانديښنې وړ دي .
ددغه شان ناوړو  جنايتونو وروستي مورد دتخار ولايت درستاق په ولسوالۍ کې په يوه درې کلن ماشوم جنسي تيرى دى چې ددريو تنو له خواچې سخته ده دانسان اومسلمان په نامه يې يادکړو تيرى وشو
په همدې ولايت کې يوه يوولس کلنه نجلۍ هم دڅو تنو وينې  څښوونکوله خوا وتښتول شوه اوجنسي تيرى پرى وشوه .
هغه څه چې په تخار کې رامنځته شول دهغو ناوړو اووحشيانه جنايتونو دوام دى چې پخوا په هيوادکې په ځينو ښځو او ماشومانو شوي دي اوښيي چې افغاني ټولنه او دهغې  پاک اووياړلى هويت کيداي شي دڅو تنو شهوتپالو کسانو له خوا چې دنيوي او ديني سواد نه لري له انساني عاطفې  څخه بې خبره دي سخت زړې او حيوان صفته وي وګواښل شي اوکه چيرې له هغوى سره محاسبه ونه شي موږ به له دې څخه هم له سختو ستونزو سره لاس اوګريوان شو .
هغه څه چې په تخار کې رامنځته شول لومړى اووروستى جنايت  نه دى چې ترسره  کيږي په وروستيو ورځو او مياشتو کې په هيواد کې دښځو اوماشومانو پرخلاف دتاوتريخوالي کچې صعودي تکلورى  غوره کړى دى .
دروان کال دلړم دمياشتې په ٢٢ نيټه دکابل دهوايي ډګر دګمرک  يوه کارکوونکې ميرمن له کابل څخه وتښتول شوه او سرپريکړى مړى يې په لوګر کې ترلاسه شو ددغې ميرمنې جرم دا و چې هغه دجنايتکارانو او دنشه يي توکو دقاچاق وړونکو په وړاندې سخت زړې اوهوډمنه وه .
په همدې ډول دغزني په قلعه شاده کې ديوې ميرمنې وژل کيدل ، دکابل په ده  دانا کې ديوې بلې ميرمنې وژل  کيدل ، دکاپيسا ولايت دکوهستان دلومړي برخې په ولسوالۍ کې ديوې ښوونکې وژل کيدل ، دزابل ولايت په قلات کې ديوې بلې ميرمنې وژل کيدل او دهرات ولايت په رباط سنګي کې د يوې ځوانې ميرمنې وژل کيدل هغه پيښې دي چې په تيره يوه مياشت کې رامنځته شوي دي .
په داسې حال کې چې ددغه شان جنايتونو عاملين کم پيژندل شوي دي خو ددغه شان پيښو زياتوالي دا ټکى په ډاګه کوي چې دهيواد دښځو اوماشومانو حالت دردونکى دى .
دچارو دکارپوهانو په باور په هيوادکې دښځو اوماشومانو حالت له هغه څه څخه زيات دردونکى دى چې په دې باب ويل کيږي .
هغه څه چې په تخار کې رامنځته شول اويا په نورو ځايونوکې  چې يادونه يې وشوه هغه پيښې  دي چې څرنګوالي  يې بهر ته لاره موندلې ده او رسانه يي شوي دي .
په داسې حال کې چې زياتره  داسې پيښې  شته چې خاوره پرې اړول شوې ده اويا پخوانيو دودونو ته په مخې کولو سره چې هماغه دسيمه ئيزو اويا دکورنيو دمشرانو جرګې اوشوراګانې دي ،دحل کولو لپاره يې لارې چارې سنجول شوې دي
نن ورځ ښځې اوماشومان دافغاني ټولنې دزيان منوونکي قشر بلل کيږي هغه زيانونه چې له ناموسي وژنو څخه نيولې تر جنسي استفادې ، شاقه کارونو ته اړ ايستل ، دنشه يي توکو په قاچاقو کې استفاده ، د اخلاقي مفاسدو په شان له ناوړو عملونو څخه کار اخيستل او سوالګرۍ ته اړ ايستل هغه موارد دي چې زموږ په هيوادکې ښځې او ماشومان ځوروي .
په درې کلن ماشوم دجنسي تيرى په ګډون زړه بوږ نوونکې پيښې  چې آن په افسانوي تخيلاتو او په جاودويي قيصو کې ځاى نه لري  خو دغه تريخ واقعيت  افغاني ټولنه ځوروي  او علت يې هم په دې کې نغښتى  دى چې په دې هيوادکې زور زياتى ټوپک سالاري او له قانون څخه تيښته دپخوا په شان په دې هيواد کې دوام لري اوخپله اغيزه يې ساتلې ده .
مصلحتونو ، له قانون څخه سرغړونې او دقانون دساتنې په ارګانونوکې  غفلت ،   جنايتکاران لاپسې  سپين سترګي او تور زړي کړي دي اوددې زمينه يې برابره کړې ده چې دوى په هر راز جنايت لاس پورې کړي.
په داسې حال کې چې ځان کم مسوول وبولي او کم ځواب ورکوونکي وي.
له بده مرغه هرځلې چې خبره دتيرى ديوې نوې پيښې په باب رامنځته کيږي يوشمير هغه کسان چې ځان دچارو کارپوهان بولي په دې ټکى باندې ټينګار کوي چې بايد ددغه شان ستونزو جرړې پيداشي .
ايا دوروستيو جنايتونوپه شتون کې موږ بيا هم ددغه شان جنايتونو دجرړو دپيداکولو په فکر کې واوسو په داسې حال کې چې انګيزه او عوامل يې معلوم نه دي ستونزه  په دې کې ده چې موږ محوري قانون او زبرځواکوته ځواب ويل هير کړي دي که نه  ديو جنايتکار او د هغوى دهمکارانو په مجازاتو  سره به دبل سوري دموندلو په لټه کې  وي . 
ښه به وي چې عدلي بنسټونه اوقضايي دستګاه جدي شي او ددغه شان جنايتونو له عاملينو سره دې دقيقه محاسبه وکړي او په دې ترتيب دې جنايتکارانو ته دسمې لارې لارښوونه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته