
کابل، د غبرګولي۱۷مه، باختر
په پکتیا کې د چاپېریال ساتنې د اوونۍ په مناسبت جوړ شویو مراسمو کې د یاد ولایت مرستیال والي شيخ عزيز الرحمن منصور هم ګډون کړی و.
د پکتيا د چاپيريال ساتنې رئیس عبدالهادي هدايت پخپلو خبرو کې د چاپیریال ساتنې په اړوند د ګردېز ښاریانو باندې ټینګار وکړ، چې خځلې او کثافات دې په مشخصو زباله دانیو کې واچوي او د ښار په پاکوالي کې دې خپل مسوولیت ادا کړي.
د جوړو شویو مراسمو په وروستيو کې ګردېز ښاروالۍ د تنظيفاتو ټیم ګردېز ښار له مرکزي چوک څخه بيا تر رحیم ګردیزي چوک پورې د يو حشر په ترڅ کې د ښار د ننه د صفایي چارې هم تر سره کړې.
په یادو مراسمو کې سربېره پکتیا مرستېال والي، پکتيا اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، د چاپيريال ساتنې رئیس او ګردېز ښاروالۍ د تنظېفاتو مسوولينو هم ګډون درلود.
صدیقي