امنیت

په چاوديدونکو توکو بار يو موټر په آقچه کې ترلاسه شو

کابل باختر د وري پنځمه :
دجوزجان ولايت پوليسو پرون په چاوديدونکو توکو بار يو موټر کشف او ضبط کړ.
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمدجوزجاني د باخترآژانس خبريال ته وويل: د شبرغان_ آقچې د لوى لارې په اوږدوکې د آقچې ولسوالۍ د چکن  دکلي  په ساحه کې د پوليسو دځواکونوله خوا د جنرال دوستم د ساتوونکو په همکارۍ ضبط شواوپه هغه کې څلور ماينونه او يوه اندازه چاوديدونکي توکي  ترلاسه شوي دي .
جوزجاني وويل چې د پيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى خو دپوليسو ځواکونو دپيښې دعاملينو دنيولولپاره پلټنې پيل کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته