سیاست

قاضي القضات : د پروګرامونو هر اړخيز تحقق په مادي او تخنيکي ځواکمنۍ پورې اړتيا لري.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٣
قاضي القضات پوهاندعبدالسلام عظيمي نن له غرمې مخکې په افغانستان کې دقانون دواکمنۍ دټينګښت دپروژې دپروګرامونو له همغږي کوونکې ميرمن اشلي سره چې دامريکا دمتحده ايالاتو دپرمختيايي ادارې له خوا تمويليږي  وکتل.
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په  دې کتنه کې لومړى  قاضي القضات دسترې محکمې دپنځه کلن پلان په باب خبرې وکړې او د نړيوالې ټولنې دمرستو او دهغه په تحقق کې دهمکارو پروژو  رول قناعت بخښونکى  وباله او دسترې محکمې دراتلوونکي پنځه کلن پلان  په باب چې ملي قضايي لومړيتوبونه پکې شامل دي ،  يو لر مطالب بيان کړل او زياته يي کړه  چې کاري پروګرامونو او پلانونو هر اړخيز تحقق مادي او تخنيکي ځواکمنۍ پورې اړه لري او همکارې پروژې هغه وخت کيداى شي ګټورې وي چې پروګرامونه يې له قضايه قوې سره په بشپړې همغږۍ کې برابر او د دواړو لورو دنظر په موافقې سره   اجرا   او عملي شي.
وروسته ميرمن اشلي  بار  د پروژې  د راتلوونکو پروګرامونو په باب چې هدف
يې د عدلي او قضايي بنسټونو فزيکي او تخنيکي پياوړتيا   ده خبرې  وکړې.
ددغې پروژې د پروګرامونو جزييات يې  دسترې محکمې له  ادارو او له   اړوندو محکمو سره په تفصيل سره بيان کړل او ددغو پروګرامونو د لازياتې بډاينې په لاره کې يې د سترې محکمې نظريې او وړانديزونه   مهم وبلل.
ده  دغه راز دسترې محکمې دپخواني پنځه کلن پلان او دهغه د مثبتو نتيجو په نسبت خوښي څرګنده کړه او قضايه قوې د راتلوونکو لومړيتوبونو په تحقق کې دهمکاريو د څرګندولو په ترڅ کې   وويل  چمتو دي    خپل   پروګرامونو د سترې محکمې له  لوري سره  وڅيړي او له دوه اړخيزې   همغږۍ   او موافقې    وروسته
اجرا کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته