ټولنه

په هرات کې دتيرې اوونۍ په ترافيکي پيښو کې پنځه تنه ووژل شول او څه ناڅه ٢٠٠ تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر د تلې  پنځلسمه :
دتيرې يوې  اوونۍ په بهير کې  په هرات ولايت کې دترافيکي پيښو له امله پنځه تنه ووژل شول اوڅه ناڅه ٢٠٠ تنه نور ټپيان شول .
دهرات دحوزوي روغتون روغتيايي چارواکو په تيره يوه اوونۍ کې  دترافيکي پيښو له امله دټپيانو شمير دوه سوه اته ويشت تنه اعلام کړي دي .
دهرات دحوزوي روغتون يوه مسوول محمد رفيق  شيرزي دباختراژانس خبريال ته وويل په دې موده کې هغه دوه سوه اته ويشت تنه چې دترافيکي پيښو له امله ټپيان شوي و حوزوي روغتون ته ليږدول شوي چې پنځه تنه يې وفات شوي او  ٢٢٣ تنه نور ټپيان  دي
  په همدې حال کې دهرات دترافيکو دپوليسو چارواکي  ددغه ولايت په کچه دترافيکي پيښو عامل ترافيکي  مقرراتو ته دچلوونکو نه پاملرنه او دهغوى له خوا دچلونې په وخت کې  دموبايل  تيلفونونو کارول وبلل .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته