خبرونهاقتصادTOP

په پکتیا کې د ۲۴ میلیونو افغانیو په ارزښت دوې پروژې د بشپړیدو په حال کې دي

کابل، د وږي ۲۹مه، باختر

د ګردیز ښاروالۍ مسسولین وايي چې د یاد ولایت مرکز ګردیز په ګډون د درې فرعي سړکونو د جوړولو چارې په بشپړيدو دي او راتلوونکې يوې اوونۍ کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د ګرديز ښاروال شريف الله الهام باختر اژانس ته وويل، چې د ماسټر پلان تطبيق له مخې ګرديز ښار کې دری فرعي سړکونو چارې په بشپړېدو دي، چې ټول ۹۰۰ متره اوږدوالی او ۱۵ متره سوروالی لري.

الهام زياته کړه چې دا دوه پروژې  د ۲۴ ميليونو افغانيو په ارزښت بشپړېږي، چې لګښت يې د ښاروالۍ له پراختيايي بودجې څخه ورکول کېږي.

د دغو سړکونو جوړولو چارې د قدوس خېل په نوم ساختماني شرکت ته ورکړل شوي چې د ګرديز ښاروالۍ تر څارنې لاندې په اساسي ډول جوړېږي.

ښاريان د ماسټر پلان تطبيق څخه خوښي څرګندوي او وايي چې د دغه سړکونو په بشپړېدو سره به ښار پراخ او د زياتې ګڼې ګوڼې مخه ونيول شي.

سيدرضا ځلاند\ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا