خبرونهاقتصاد

په پکتیا کې د ۴۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا رسونې پروژې پلې کیږي

کابل، د تلې لومړۍ نېټه، باختر

د پکتيا د برېښنا ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ۴۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا رسوونې پروژې به د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې پلې شي.

د پکتیا برېښنا حوزوي ریاست رئیس مولوي سید انورشاه د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې په دغه  ولایت کې به ډېر ژر د ۴۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا رسوونې پروژې پلې شي، چې د دغو پروژ په پرانیستلو سره به د مرکز ګردیز اړوند مهلن، نیستي کوټ، ترکاڼان، تېرې، وزي ځدراڼ او احمداباد ولسوالیو (۹۵۰۰) کورنۍ، له برېښنا څخه برخمنې شي.

نوموړي زیاته کړه چې د پکتيا ولايت د برېښنا ریاست عواید ۲۲ میلیونه افغانیو ته لوړه شوي، چې د تېر په پرتله زیاتوالی ښيي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا