۱۰۰ ورځې

د دين عالمان او قومي مشرانو د شفافو انتخاباتو په ترسره کولوکې اغيزمن رول لوبولى شي

کابل باختر دکب شپږ ويشتمه :
د دين عالمان او د قومونو مشرانو د شفافو او عادلانه انتخاباتو په ترسره کولو کې اغيزمن رول لري.
په همدې مقصد د سمنګانو ولايت د مرکز او د اړوندو ولسواليو د ديني عالمانو، د قومونو د مشرانو او د پيوستون د شوراګانو د رييسانو په شمول د درې سوه تنو په ګډون نن په دغه ولايت کې يو ورځنۍ غونډه جوړه شوه .
دسمنګانو په ولايت کې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د دفتر د ولايتي شورا مسوول محمدکريم د باخترآژانس خبريال ته وويل: د دين عالمان او د قومونو مشران د راتلوونکى کال په انتخاباتوکې مهم رول لري او بايد دوى په دې اړوند د جوماتونو او تکيه خانوله لارې خلکو ته تبليغ وکړي چې خلک د راى ورکولو په بهيرکې پراخه ونډه واخلي .
دسمنګانو ولايت مرستيال اختر محمد خيرزاده هم د ديني عالمانو او د قومونو د مشرانو په وړاندې د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: انتخابات يو ملي بهير دى او لازمه ده چې د هيوادوالو مخور د انتخاباتو په اړوند دخلکو په پوهاوي کې اغيزمن رول ولوبوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته