خبرونهاقتصاد

په پکتیا کې د ۵۵ میلیونو افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي

کابل، د لړم ۲۱مه، باختر

د ګردېز ښاروالۍ مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ښار د ښکلا او پراختیا په موخه د ۵۵ میلیونو افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي.

د ګردېز ښاروال مولوي محمد شريف الهام د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د ښار پراختيا او ښکلا په موخه یې د ښاري ماسټر پلان له مخې د ۵۵ ميليونو افغانيو په ارزښت  بېلابېلې پروژې تر کار لاندې دي، چې ځينې بشپړې شوي او پاتې نورې به یې ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نوموړي زیاته کړه چې په دغو پروژو کې د کابل او ګرديز پر لويه لاره د ځانګړو چراغونو نصب او روښانه کول او په یاد سړک د جمپونو جوړول، د ګرديز ښار اړوند ولايت څلور لارې، خوست پل، داخلي پُلګوټي شامل دي، چې په اساسي ډول بیا رغول کېږي.

سيدرضا ځلاند\ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا