امنیت

دکندزلپاره د وسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه قوماندانان له پاکستان څخه د راستنيدو په وخت کې ونيول شول

کابل باختر د مرغومي شپږمه :
دکندز ولايت لپاره د وسله والو طالبانو د ډلې دوه قوماندانان له پاکستان څخه د راستنيدو په وخت کې د امنيتي مامورينوله خوا ونيول شول .
قاري عجب ګل او انشاالله تېره شپه کله يې چې غوښتل دکندز ولايت ته ستانه شي؛ د بغلان ولايت د حنجان ولسوالۍ په مربوطاتوکې ونيول شول.
د بغلان ولايت امنيه قوماندان جنرال امين الله امرخيل باخترآژانس ته وويل چې دغه قوماندانان د دغه ولايت دپوليسو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې نيول شوي دي.
دجنرال امرخيل دڅرګندونو له مخې: دغه دوه تنه قوماندانان دکندز ولايت پوليسو ته سپارل شوي دي.
ويل کيږي قاري عجب ګل اوانشا الله دکندز ولايت په زياتروسيمو په تېره بيا په دشت ارچي ولسوالۍ کې د زياترو جګړه مارو طالبانو د رهبري مسووليت په غاړه درلود .
په همدې حال کې دکندز ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرور حسيني  ددغو قوماندانانو نيول کيدل يو برياليتوب بولي او وايي چې د دوى په نه شتون سره په دغه ولايت په تيره بيا په دشت ارچي ولسوالۍ کې حالات ښه کيږي.
  حسيني وايي چې دغو قوماندانانو تراوسه پورې په کندزکې په لسګونو خونړۍ تروريستي پيښې ترسره کړې دي .
دپوليسو د استخباراتي معلوماتو له مخې: د وسله والو طالبانو د ډلې دغه جګپوړي قوماندانان دلارښوونو د ترلاسه کولو او د دغې ډلې له مشرانو او له ځينو نورو کړيو سره دليده کاته لپاره پاکستان ته ورغلي  وو.
پوليس وايي چې کندز ته د دوى ستيندو ددغه ولايت اوسيدونکو ته ښې پايلې نه لرلې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته