فرهنګ

پوهاند محمد رسول باوري : نړيوال بنسټونه دې خپل فرهنګي فعاليتونه داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره په همغږى کې ترسره کړي .

کابل باختر د غبرګولي  شپږمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست پوهاندمحمدرسول باوري  په مشرۍ  له دغه وزارت سره دنړيوالو موسسو  دفرهنګي   فعاليتونو دسمون په مقصد نن يو مشورتي غونډه جوړه شوه .
دباختراژانس سيمه ئيز  خبريال خبرراکړ  دغه غونډه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګي چارودسلاکار ډآکتر خوشحال  روحي اوداطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دګڼ شمير رييسانو او دنړيوالو موسسو دهغو مسوولانو او استازو په شتون  جوړه شوه چې په فرهنګي برخوکې فعاليت کوي .
په دې غونډه کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې ددغې غونډې دجوړولو موخه داده  هغه فعاليتونه چې دنړيوالو موسسو  له خوا په هېواد کې په فرهنګي برخه کې  فعاليت کوي دهغوى دکار تګلوري او داچې په کومو مواردو کې کولاى شو له يوبل سره  مرسته وکړو بايد مشخص شي . او له هغو  سره په همغږى کې دې په کار لاس پورې شي .
دغه راز دغونډې برخه والو داطﻻعاتو اوفرهنګ له وزارت سره دخپلو فعاليتونودشريکولو  دڅرنګوالي  په باره کې خپلې طرحې ، نظريې  او پيشنهادونه وړاندې کړل .
دغه راز دتاييدوړ وګرځيده چې دنړيوالو موسسو ، فرهنګي فعاليتونه دې داطﻻعاتو اوفرهنګ له وزارت سره په همغږى  کې ترسره شي  دګډو فعاليتونو او کړنو دمنعکس کولو په خاطر دې ويب سايت جوړ شي او دچارو دښه تنظيم په مقصد دې  داطلاعاتو او فرهنګ دوزارت له خوا سکرتريت  جوړشي .
  ختم- عطاالله _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته