ټولنه

د کابل سيند پاکيږي

کابل باختر  دزمري ١١:
يوشمېرکابل ښاريان دکابل سيند دپاکولو په باب دکابل ښاروالۍ د اقدام هرکلى کوي.
د کابل ښاروالۍ ادارې د پايتخت زون د انکشاف د ادارې په همکارۍ د کابل سيند د پاکولو کار پيل کړى دى.
يوشمېرکابل ښاريانو د کابل ښاروالۍ د دغه حرکت هرکلى وکړ او ويې ويل: ترهغه وخته پورې چې په ښارکې د استوګنې اخلاق ترويج نه شي، څومره چې  کابل ښاروالۍ د مينه والو ادارو په همکارۍ د ښار د پاکولو په لاره کې کار وکړي، نتيجه نه لري .
د دغو ښاريانو د څرګندونوله مخې: د کابل ښار سيند د سبو پلورونکو او ميوه پلورونکو د اضافي توکو د اچولو او د ګرځنده پلورونکو په ځاى بدل شوى دى.
د يوې دولتي ادارې کارکوونکي حميدالله د دې ترڅنګ چې په دغو مسئلو ټينګار وکړ ويې ويل چې په لومړي ګام کې بايد ګرځنده پلورونکو، ميوه پلورونکو او سبو پلورونکو ته تفهيم شي چې اضافي توکي په سيندکې ونه غورځوي او وروسته د سيند په پاکولو اقدام وشي.
د کابل ښار يوه بله اوسيدونکې شکريه وايي: که چيرې کابل ښاروالۍ د کابل سنيد په پاکولو اقدام نه واى کړى، ښايي دغه مسئله به د زياتو موسمي ناروغيو  د خپريدو سبب شوې واى.
  دې له ګرځنده پلورونکوڅخه وغوښتل چې يوڅه زيار وباسي او خپل اضافي توکي د کثافاتو په هغو لوښوکې چې په همدې مقصد د ښار په بېلابېلو ځايونوکې شتون لري، واچوي نه په سيندکې .
په همدې حال کې کابل ښاريانو له کابل ښاروالۍ څخه وغوښتل چې دولتي ادارې هم پرې نه ږدي چې د خپلو اړوندو اداروکثافات په سيندکې وغورځوي.
د کابل ښاروالۍ د تنظيفاتو رييس بهزاد غياثي د دغه پروګرام په باب د خبرو ترڅنګ له ښاريانو او له ګرځنډه پلورونکوڅخه وغوښتل چې نور په سيندکې د خپلو اضافي توکو له اچولو څخه ډډه وکړي.
ده وويل چې کابل ښاروالۍ د کابل سيند له ګذرګاه څخه د مکروريانونو تر پله پورې پاکوي او دا کار به نهه مياشتې وخت ونيسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته