ورزش

دابومسلم ټيم وروستى پړاو ته لاره وموندله .

کابل باختر دسلواغي دوه ويشتمه
  دابو مسلم دفوټبال ټيم دهرات ولايت دفوټبال دحذفي جام دسياليو وروستى پړاو ته لاره وموندله .
دهرات ولايت  دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر اژانس   ته وويل په دې سيالۍ کې دجامي او ابو مسلم ټيمونو لوبه وکړه چې لوبه دصفر په مقابل کې په دوو سره  دابو مسلم  ټيم په ګټه پاى ته ورسيده  او وروستى پړاو ته يې لاره وموندله .
  دخبرځاى  دڅرګندونوله مخې، ټاکل شوې ده ددوشنبې په ورځ ددغو سياليو  وروستى پړاو داتفاق  او ابو مسلم ټيمونو ترمنځ ترسره شي .
ديوبل خبر له مخې ،  په هرات ولايت کې دتنکيو ځوانانو دفوټبال سياليو پرون مازيګر په دوو لوبو سره دوام وموند .
  دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر اژانس ته وويل په  لومړي لوبه کې داتفاق ټيم ديوې په مقابل کې په دوو سره دانصاري ټيم ته ماتې ورکړه . او په بله لوبه کې دپوهنې داستقلال  او دارش ټيمونولوبه له ګول پرته برابره پاى ته ورسوله .
دغه سيالۍ دشپږ ويشتو ټيمونو ترمنځ په  دغه ولايت کې پيل شوي دي چې ټاکل شوې ده په دوام يې نن دپيروزي  ټيم دميوند له ټيم سره لوبه وکړي .
ديوبل خبر له مخې ، ټاکل شوې ده  دهرات ولايت دباسکتبال دغوره ليک سيالۍ سبا په دغه ولايت کې پيل شي .
دغه سيالۍ دپنځو ټيمونو ترمنځ دشهيد ميرويس صادق په لوبغالي کې پيليږي چې ټاکل شوې ده لومړي لوبه ددرخشان او اريا ټيمونه وکړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته