
کابل، د چنګاښ لومړۍ، باختر
د پکتیا په مرکز ګردیز کې هغه څلور تنه ونیول شول چې څه موده وړاندې یې دوه ډاکټران رفیع الله او محمد بشیر د ناروغۍ په بهانه خپل کور ته بیولي وو.
یادو غلو له ډاکټرانو د شکنجې تر څنګ د بې حجابۍ ویډیو کړې وه، چې د بېرته ختمولو لپاره یې څلور لکه افغانۍ غوښتې وې.
د پکتیا امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت لخوا یاد کسان د یو کشفي راپور په ترڅ کې له دوه میله تومانچو سره یو ځای ونیول.
باختر آژانس ته د امنیې قوماندانۍ څخه په ورکړل شویو معلوماتو کې راغلي، چې د یادو غلو دوسیې به تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي. صدیقي