ورزش

دهيواد دتکواندو ورزشکاران مسکو ته لاړل

کابل باختردتلې دمياشتې ١٧ :
دهيواد دتکواندو ورزشکاران دتکواندو په نړيوالو سياليوکې دګډون په موخه  نن مسکو ته لاړل .
باخترا ژانس ته دتکواندو دفدراسيون دسکرترجنرال ميرويس بهاوي دمعلوماتوله مخې:  ټاکل شوى ده دغه سيالۍ دنړۍ دڅه دپاسه ديرشو هيوادونو د ورزشکارانو په ګډون دتلې دمياشتې  له ٢١څخه تر ٢٣ نيټې پورې  په مسکوکې ترسره شي.
دده د څرګندونوله مخې: له افغانستان څخه دتنکيو ځوانانو او مشرانو  په
برخوکې دولس تنه ورزشکاران او دوه تنه نړيوال داوران په دغو سياليوکې ګډون کوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته