فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست : دچارو په ترسره کولوکې همغږي برياليتوبونه زياتوي.

کابل باختر دتلي پنځه ويشتمه :
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست  ډاکتر کمال سادات  نن  ددغه وزارت  دادارو درييسانو اومسوولينو په غونډه کې  دچارو په لازياتې  همغږۍ  ټينګار وکړ اوويې ويل  چې  دچارو په ترسره کولو کې همغږي  برياليتوبونه  زياتوي .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخي ،  داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرست په دې غونډه کې  داړوندو بنسټونو په لازياتې همغږۍ ټينګار وکړ اوطرحه يې کړه چې بايد ددغه وزارت  مسوولين  او رييسان  په ښه مديريت  او له فرصت څخه په معقولې استفادې سره برياليتوبونه  زيات کړي .
ده  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دپرمختيايي برخې له مسوولينو څخه يوځل بيا وغوښتل چې دپرمختيايي پروژو  په عملي کولو سره دې  خلکو ته  کاري فرصتونه  برابر کړي .
دغونډې په پاى کې  مسوولينو  داړوندو ادارو ستونزې طرحه کړې چې دهغودلرې کولو په خاطر  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دسرپرست له خوا  ژمنه وشوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته