امنیت

په هلمند کې دنويو نښتو له امله داتو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر دسلواغې  نهمه :
٨ تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .  دغه جګړه تيره شپه  لښکرګاه ښار ته څيرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر اژانس ته وويل چې په دې نښته کې  ٨ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ويل کيږي چې په دې نښته کې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان دهلمند ولايت دمرکز لښکرګاه ښار او ددغه ولايت دکرشک  او سنګين  په ولسواليو کې  دوسله والو طالبانو دجنګي وسايلو ددريو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
دهلمند ولايت يو امنيتي مقام وايي چې په دغو ډيپوګانو کې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په  هلمند ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
امنيتي مامورانو نن سهار دلښکرګاه ښار په مربوطاتو او په ګرشک  ولسوالۍ کې  اووه ماينونه کشف او شنډ کړل .
په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې دغه ماينونه دوسله والو طالبانو له خوا په ګن ميشتو لارو کې ځاى پرځاى کړى شوي و .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته