امنیت

په زابل کې موټر بم برید لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

قلات/باختر/ د وږي ۲۸مه
نن سهار شاوخوا پنځه نیمې بجې د زابل د مرکز قلات د ولایتي روغتون او د امنیت ملي ریاست ترمنځ د موټر بم چاودنه وشوه.
ځايي چارواکي وايي چې په چاودنه کې تر پنځوسو زیاتو ملکي وګړو او د ولایتي روغتون روغتیاپالانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او د روغتون زیاته برخه هم ویجاړه شوې ده.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال باختر آژانس ته وویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، په چاودنه کې تر ٥٠ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سیال زیاتوي چې د پېښې زیات قربانیان ملکي وګړي، ناروغان او د ولایتي روغتون روغتیا پالان دي.
له بلې خوا د زابل د ولایتي روغتون آمر ډاکټر عباس وايي چې په پېښه کې د ولایتي روغتون یو آشپز شهید شوی، دوه روغتیا پالان او درې نرسان ټپیان شوي دي.
خو د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته د خصوصي روغتونونو مسوولینو ویلي چې تر دې دمه ورته د پېښې له ځایه ٥ مړي، ٤٥ ټپیان وروړل شوي دي.
روغتیاپالانو د پېښې د یو شمېر ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک بللی دى.
لومړني معلومات
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته