(PS)خبرونه(PS)امنیت

په پکتیا کې ګڼ شمېر وسلې کشف او ونیول شوې

 کابل، د وري ۱۳مه، باختر

د پکتیا د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي چې د دغه ولایت په میرزکې ولسوالۍ کې لسګونه میله وسلې کشف او نیول شوې دي.

د پکتيا د امنیې قومندانۍ مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولايت په ميرزکې ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ۱۸ کلاشينکوفونه او ۴۹ تومانچې چې په يو موټر کې ځای پر ځای شوي وو کشف او نیولي دي.

سرچینې زیاته کړه، چې د یادو وسلو په تړاو دوه تنه نیول شوي دي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا